په پاکستان کي ستري مظاهري شويدي

د پاکستان په لاهور او نورو سترو ښارونو کي نن په زرګونو وکيلانو د ستري محکمي د رئيس د ليري کيدو په ضد مظاهري وکړي.
مظاهره کوونکو له پوليسو سره نښتي وکړي او په لاهور کي پوليسو يو شمير د حکومت مخالف فعالين بنديان کړل.
د پاکستان د ستري محکمي د رئيس په ليري کولو سره جنرال پرويز مشرف د ځان لپاره يو ستر کړکيچ رامنځ ته کړيدئ.