د شمالي کوريا د هستوي پروګرام د بندولو په اړه د شپږو هيوادونو خبري ونشوې

د شمالي کوريا د هستوي پروګرام د بندولو په اړه د شپږو هيوادونو خبري په پيکنګ کي ځکه ونشوې چي پيونګ يونګ د خپلو قيد شويو ٢٥ ميلونو ډالرو رسيدو ته انتظار باسي.
شمالي کوريا ويلي تر هغي به په خبرو کي ګډون ونکړي چي قيد شوي پيسي يي حساب ته نوي رسيدلي.
دغه پيسي د امريکا متحده ايالاتو د مکاو په يوه بانک کي قيد کړي وې.
د امريکا استازئ کرستوفر هيل وايي د خبرو د بيا پيل کيدو وخت ندئ څرګند شوئ.