د پاکستان په قبايلي سيمو کي بهرنيو وسله والو له سيمه ايزو خلکو سره نښتي کړي

پاکستاني چارواکي وايي القاعده شبکي سره تړلو بهرنيو وسله والو چي اکثر يي ازبکان دي، د افغانستان پولي ته د نږدي قبايلي سيمو له خلکو سره نښتي کړيدي.
د پاکستان د پوځ وياند جنرال وحيد ارشاد وايي دغه جګړه د دوشنبۀ له ورځي راهيسي د جنوبي وزيرستان د مرکز واڼي ښار ته نږدي روانه ده او تر اوسه پکي ديرش کسان وژل شويدي.
افغاني او امريکايي چارواکي په پاکستان تور لګوي چي په قبايلي سيمو کي د اسلام پالو وسله والو د له منځه وړلو په کار کي يي زيات څه ندي کړي.