په روسيي کي د اور لګيدني او د ډبرو سکو په کان مرګ ژوبله شوي

د نن ورځي په لومړيو کي د روسيي په جنوب کي د متقاعدينو په يوه استوګن ځاي کي اور ولګيد ، ٦١ تنه ناروغان او يو نرس يي مړه کړل.
د کراسنودار سيمي په يوه کلي کي ددغه استوګن ځاي د اور لګيدو په پيښي کي ٣٥ کسان ټپيان شويدي.
چارواکي د بي پروايي، د برښنا د شارټۍ او جنيايي حادثانو په اړه تحقيقات کوي.

له بلي خوا د روسيي د سايبريا د ډبرود سکرو په يوه کان کي د چاودني له امله د مړو د شمير ١٠٤ ته پورته شوئ .
د ژغورني کارکوونکي چي د اکسيجن ډبي يي ترشا او پزي يي تړلي دي لاهم تر ځمکي لاندي د اتو تنو لادرکه شويو کارکرانو د ژغورني هلي ځلي کوي.
چاوراکي وايي په کان کي د لوګي ، غازونو او غورځيدلو ديوالونو له امله د ژغوزرني کارونه له ستونزو سره مخ دي.