د آستراليا صدراعظم د عراق د بري په اړه له احتياط سره خوشبين دئ.

د آستراليا صدراعظم جان هاوارد د عراق له سفر څخه د ستنيدو په مهال نن وويل دئ په عراق کي د بري په اړه له احتياط سره خوښبن دئ. هاوارد د وسله والو په ضد په عراق کي د امريکايي او عراقيو ځواکونود ګډو هلو ځلو په اړه د امريکايي ځواکونو له قوماندان جنرال ډيوئډ پيتراس او د عراق له صدراعظم نوري المالکي سره کتلي دي.
هاوارد وايي ١٤٠٠ آستراليايي عسکر به د ضرورت تر وخته په عراق او شاوخوا سيمو کي پاته وي.