راپورونه وائى چې د اروپائى ټولنى د بهرني سياست مشر هاوير سالونه او د ايران جګ پوړى اټومى مرکچي علي لاري جاني به په روانه اونۍ کې د ايران د اټومى پروګرام په سر د ايران او لويديځ ترمنځ د رامنځ ته شوى جبهى د له منځ وړو په يوه بله هڅه کې پخپله کې وګوري٠

په راپورونو کې د چارواکو له خلى ويل شويدي چې سالونه او لاري جانى په سم لاسي توګه موافقه کړى چې د چهارشنبى په ورځ له يوبل سره په ويانا کې وګوري خو تراوسه پورى ددى امکان شته چې دا نيټه بدله شي٠
د المان د بهرنيو چارو وزير د دوشنبى په ورځ خبردارى ورکړ که چيرى د امنيت د شورا له غوښتنى سره سم د ايرانيمو د بډاينى د بندولو لپاره د ايران د راضې کولو په موخه د سالونه خبرى کوم پرمختګ ونکړي نو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا به اقدام کولو ته اړ شي٠
عنان چې د يکشنبى په ورځ ئى له ايران څخه خپله ليدنه پاى ته ورسوله د دوشنبى په ورځ له نړۍ څخه وغوښتل چې د ايران په وړاندى دى د جبهى مخنيوى وکړي ځکه د هغه په وينا دغه جبهه نه د ايران او نه هم د نړۍ په ګټه ده٠