د کابل پلچرخي زندان کي بل بلاک جوړيږي

د کابل پلچرخي زندان څلرم بلاک به د روان ميلادي کال تر پايه د هغو افغاني بنديانو د ساتني لپاره تيار شي چي د امريکايي ځواکونو په زندانونو کي بنديان دي.
د پژواک خبري آژانس وايي پرون په کابل کي د ائيتلافي ځواکونو وياند جيمز يونتس يوې خبري غونډي ته وويل ددغه بلاک د جوړولو کار پيل شويدئ.
يونتس وويل ددغي پروژي لګښت به يولس ميليونه ډالره وي او د امريکايي انجينرانو له خوا به يي چاري پرمخ وړل کيږي.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وويل دغه بلاک ته به په بګرام، کندهار او ګوانتنامو کي د امريکايي ځواکونو له زندانونو نه افغاني بنديان انتقال شي.