اسرائيلو د غزي تړانګي اصلي دروازه بيرته پرانستله

اسرائيلو نن د غزي تړانګي کي د مالونو د انتقال اصلي دروازه پداسي حال کي بيرته پرانستله چي فلسطينيو چارواکو او نړيوالو سازمانونو د بشري کړکيچ د را پيدا کيدو خبردارئ ورکړ.
اسرائيلو په تيرو دوو مياشتو کي د کارني سرحدي دروازه د مبارزينو د احتمالي حملو له بيري تړلي وه. ددغي دروازي د تړلو له امله په غزي کي د ډوډۍ او نورو خوراکي موادو سخت کمښت رغلئ دئ.