دالجزيرې ټلويزيوني چينل دالقاعده شبکې دمرستيال مشر ايمن الظواهري يونوى ويډيويي فلم خپورکړى دى.

الظواهري په خپلو څرګندونوکې غربي مطبوعات، دحضرت محمد (ص) دکارټونونو په خپرولو غندلي دي اوزياته کړې يې ده چې داتصويرونه دده په وينا دصليبيانو له خوا په عمدي اوقصدي ډول خپاره شوي دي.
ده مسلمانان وهڅول چې دډنمارک، ناروې، فرانسې اوجرمني په گډون له ټولوهغو هېوادونوسره مقاطعه وکړي چې په مطبوعاتو کې يې داکارټونونه چاپ شوي دي.
ظواهري په اسلامي هېوادونوکې دجهاد لپاره غږ وکړاودفلسطينيانوله اسلامي غورځنګ حماس څخه يې ملاتړ اعلان کړ او له دې غورځنګ څخه يې غوښتنه وکړه چې د فلسطينيانو اواسراييليانو ترمينځ دسولې پخواني قراردادونه دې په رسميت نه پېژني.
دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو دوزارت وياند جوستين هوګېنس دا ويډيويي کسټ بې اعتباره وباله اوويې ويل چې هېڅ ډول ثبت شوى تهديد به له نړيوال ټروريزم سره دجګړې په برخه کې دامريکا اراده کمزورې نشي کړاى.