د فلسطين امنيتى ځواکونو پرون د لومړى ځل له پاره د فلسطين د قانون جوړونکى شورا په ټاکنو کې رائى ورکړى.

هغه فلسطينيان چې په لويديځه غاړه، غزى تراړى او دبيت المقدس په ختيځ کې اوسيږى هغوىبه د چهارشنبى په ورځ رائى واچوى.
شاخوا اته پنځوس (٥٨) زره امنيتى افسران به له نن څخه تر دوشنبى پورى رائى ورکړى څو د چهارشنبى په ورځ چې د رائى اچولو ورځ ده وزگار اووسى.
تازه خبرونه وايي چې امنيتى ځواکونو رائى اچونه پيل کړى ده. بله خوا
د فتحى واکمن گوند د حماس د ګوند له خوا چې په لومړى ځل په ټاکنو کې برخه اخلى له جدى چيلنج سره مخامخ دى.
د جمعى د ورځى رائيو وښودله چې دواړه ډلى مساوى وى.

ژباړونکى او وياند: ابراهيم اميرى