د پاکستان استخباراتي چارواکو د امريکا په هوايي بمباريو کي د وژل شويوڅلورو القاعده غړو نه دري يي معرفي کړيدي.

د پاکستان استخباراتي منابعو د امريکايي ځواکونو په هوايي بمباريو کي د وژل شويو څلورو القاعده غړو دري تنه معرفي کړيدي.
په وژل شويو کي يو تن د القاعده شبکي د دوهم مشر ايمن ال ظواهري زوم دئ. دوهم وژل شوئ کس د بم جوړولو د چارو کارپوه ميدهت مرسي ال سيد عمر دئ چي په سر يي پنځه ميلونه ډالره انعام ايښودل شوئ و.
د مړو جسدونه تر اوسه ندي تر لاسه شوي. د تيري اوونۍ په بمباريو کي د پاکستان د شمال لويديځ ايالت د باجوړ د دمه دولا کلي کي د القاعده مشرانو د ناستي ځاي په نښه شوئ و. په هوايي حملي کي د کلي ١٨ اوسيدونکي هم مړه شوي وو.