دامريکا اردو وايي : دوه امريکايي عسکر په افغانستان کې په دوه جلا بريدونو کې وژل شوي دي ٠ لږترلږه اته کسه عراقي پوليس د يو ځان وژونکي بريد له امله نن مړه شوي دي ٠ اسرائيل وايي چې په غزے تړانګه کي دفلسطيني اورپکو ضد خپلو عملياتو ته به دوام ورکړي ٠

دامريکا اردو وايي : دوه امريکايي عسکر په افغانستان کې په دوه جلا بريدونو کې وژل شوي دي ٠

دامريکا داردو اعلاميه وايي چي لومړے عسکر پرون په کندهار کي دافغاني او امريکايي ځواکونو دځمکنيو عملياتو په ترځ کي دوسله کسانو لخوا دسپکو وسلو او راکټ لانچرو دبريد له امله مړ شوي ، او يو بل امريکايي عسکر ټپي شوي دي ٠

اعلاميه زياتوي چي دبريد په وړاندي د امريکايي او افغاني ځواکونو دمتقابلو ډزو له امله دوه اورپکي مړه او يو ټپي شوي دي ٠

دامريکا اردو وايي چي دسمندري ځواکونو يو بل عسکر دکنړ مرکز اسعد آباد ته نژدي دامريکايي ځواکونو په يو اډه دهاوانونو ، راکټ لانچرو او وسپکووسلو دبريد په ترځ کي مړ شوي دي ٠

_________________________________________________________

لږترلږه اته کسه عراقي پوليس د يو ځان وژونکي بريد له امله نن مړه شوي دي ٠

يو کس چي بمونه يي له ځان پورې تړلي وو دبغداد شمال ته باقوبه ښار کې دجديدالشموله پوليسانو په يوه ګڼه کې ځان الوزلے چې لږترلږه اته تنه پوليسان يي وژلي او لسګونه نوريي ټپيان کړي دي ٠

دغه بريد دچټکوځواکونو دشمول او روزنې په يو مرکز کې شوے ٠
پوليس وايي چې دمړو شمير کيداي شي زيات شي ٠

بلې خواته دناتو تړون عمومي منشي ياپ دي هوپ شوفير دبغداد په زرغونه سيمه کې دتړون نوے قوماندانۍ پرانيسته ٠

زرغونه سيمه دبغداد هغه برخه ده چيرته چې حکومتي يو شمير ودانۍ او سفارتونه دي او ټينګ امنيت يې نيول شوے ٠

ناتو تړون به دعراق داردو ستر افسران وروزي ٠

دغه راز نن دعراق دملي امنيت سلاکار موفق الربيع دفرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې امريکايي او عراقي ځواکونو د القاعده شبکي يولوي غړے پرون په بغداد کې ويشتلے او وژلے دے ٠
دعراق دملي امنيت سلاکار ويلي دي چې دابوعزام په نامه دغه کس کيداي شي په بغداد کې دبمي بريدونو له امله دنژدي يو زرو دوه سوه کسانو دوژنې مسئول وي ٠

__________________________________________________________

داسرائيلو دفاع وزير شاوول موفاز وايي چي په غزے تړانګه کې دفلسطيني اورپکو ضد هوايي بريدونه به دوام وکړي ٠

وروسته له دې چې دفلسطينيانو د حماس ګوند اورپکو له غزے څخه په اسرائيلو د توغنديوبريدونه وکړل ، اسرائيلي اردو په غزے تړانګه کې ددغه ګوند په مليشو او ددوي دوسلو په ځايونو يولړهوايي بريدونه ترسره کړي ٠

دحماس ګوند يومشر محمد الزهار بيا وروسته په فلسطيني اورپکو غږ وکړ چي بريدونه دې ودروي ٠

خو دفاع وزيرشاوول موفاز نن داسرائيلو داردو راډيو ته وويل چي دمحمد الزهار په خبرو قناعت نه کوي ٠

ده ويلي چي دفلسطينيانوله خوا دتوغنديو ددغه شان بريدونو دمخنيوي لپاره به اسرائيل له هرډول ضروري وسايلو کار واخلي ٠
__________________________________________________________

ايران غواړي دنړۍ له ټولو لويه غالۍ جوړه کړي او له دي لارې په دغه صنعت کې دسيالۍ اوچت ګام واخلي ٠

دغه غالۍ چې شپږ زره متره مربع مساحت به ولري ، دايران دغاليو دشرکت له خوا اوبدل کيږي ٠

دشرکت چارواکو ويلي دي چې ددغې غالۍ اوبدل به درې مياشتې وروسته پيل شي او د دوه زرو غالئ اوبدونکو له خوا په يو نيم کال کي ترسره کيږي ٠

دغه غالي په ابوظبي کي دشيخ زايد دجومات لپاره جوړيږي او بيه به يې څه دپاسه اته مليونه ډالره وي ٠

لاس اوبدل شوے غالۍ له تيلو وروسته دايران دوهم صادراتي جنس دي ٠

خو په ايران کې دغه صنعت وروسته له دې يو څه زيانمن شو چې ورته چينايي هندي او پاکستانې غاليو چې دايران دغاليو ډيزاين يې کاپي کړے نړيوال بازار کې ځاي ونيو ٠