د فرانسې د خبري اژانس په حواله د فرانسې د خاصو ځواکونو يو عسکر نن سهار وختي په سپين بولدک کې په يوه بمي چاودنه کې ووژل شو او يو بل عسکر چې دده سره په موټر کې ناست و سخت ټپي شو. دا حمله په داسې حال کې شوى چې د پارلماني انتخاباتو د راى ورکولو مرکزونو خپل کار پيل کاوه٠