طالبانو پرون له افغانانو څخه وغوښتل چې د ولسي جرګې له راتلونکو ټاکنو څخه دى مقاطعه وکړي٠

د طالبانو يو وياند مفتي لطيف اله حکيمى له ټاکنو څخه د مقاطعى غوښتنه وکړه خو ويويل چې طالبان به په هغو ملکى وګړو چې د راى اچونى لپاره ځي بريد ونکړي٠
په عينى حال کې د يکشنبى په ورځ د ولسي جرګى د ټاکنو په درشل کې د انتخاباتي کمپاين په وروستۍ ورځ يو بل کانديد هم وژل شوى دى٠
په جنوبى ولايت هلمند کې چارواکو وويل چې مشکوکو طالبانو د پنجشنبى په ورځ د ټاکنو يو کانديد عبدالهادي له خپله کوره راوويست او په ډزو ئى وواژه٠
په هغو بريدونو کې چې پړه ئى په طالبانو اچول شوى هادي اووم کانديد و چې وژل کيږي٠
يوه ښځينه کانديده هوا علم نورستانۍ وروسته له هغى چې د چهارشنبى په ورځ په ختيځ ولايت نورستان کې د کمپاين په مهال وويشتل شوه کابل ته څيرمه د متحده ايالاتو په يو پوځي روغتون کې په حساس حالت کې ده٠