هلمند ولايت کي د انتخاباتو يو کانديد وژل شوئ

د افغانستان په جنوب هلمند ولايت کي سيمه ايز چارواکي وايي مشکوکو طالب اورپکو د يکشنبه د ورځي په انتخاباتوکي يو کانديد وژلئ.
د هلمند د والي وياند وايي وسله والو د پنچشنبه د ورځي په وروستيو کي د انتخاباتو کانديد عبدالهادي له ګوره ايستلئ او وژلئ دئ.
دا ٧م کانديد دئ چي د ولسي جرګي او ولايتي شورا ګانو له انتخاباتو مخکي د وسله والو له خوا وژل کيږي.
د انتخاباتو څلور تنه کارکوونکي هم وژل شوي او حکومت يي پړه په طالبانو اچولي ده.
طالبانو د افغانستان راتلونکي انتخابات غندلي او په راي ورکوونکو يي غږ کړئ چي انتخابات دي تحريم کړي.