د امريکا يوه جګ پوړي چارواکي پاکستان ستايلئ چي د افغانستان د پارلماني انتخاباتو مخګي يي دغه هيواد ته د اورپکو د تيريدو د مخنيوي په مقصد خپله پوله امن کړيده.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال نيکولاس برنز د پنجشنبۀ په ورځ په نيويارک کي خبريالانو ته وويل پاکستان د خپلي پولي د امن کولو لپاره ډيري زياتي هلي ځلي کړي.
ده وويل د پاکستان او په افغانستان کي د امريکا په مشرۍ په زرګونو ائيتلافي ځواکونو ګډ حرکت بۀ د افغانستان د يکشنبه د ورځي انتخابات ډاډمن کړي:
NC091601
پاکستان چي له کومو آزميښتونواو مقابلو سره مخ دئ مونږ پري پوهيږو او باور لرو د پاکستان د حکومت دغه څرګندي هلي ځلي چي د خپلي پولي امنيت يي ټينګ کړئ د افغانستان له انتخاباتو او له انتخاباتو ورسته وخت کي به مرسته وکړي.
---
د امريکا جمهور رئيس جورج ډبليو بوش او د بهرنيو چارو وزيري ګوندليزارايس په رواني اوونۍ کي په نيويارک کي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلي د غونډي په څنګ کي د پاکستان له جمهور رئيس پرويز مشرف سره وکتل .