د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلي غونډه پيل کيږي

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلي کلنۍ غونډه نن پيل کيږي او ژمنه شوي چي دا به په تاريخ کي ددغه سازمان تر ټولو ستره غونډه وي.
د غونډي لپاره چي د ملګرو ملتونو د جوړيدو له شپيتمي کليزي سره مصادفه ده ، د نړۍ د هيوادونو نږدي ١٥٠ پاچاهان او لومړي وزيران به په نيويارک کي د ملګرو ملتونو ماڼۍ ته راټول شي.
د سه شنبه په ورځ ناوخته، عمومي اسمبلي يوه هر اړخيزه اعلاميه چي تمه ده د اسمبلي په غونډي کي بۀ ومنله شي، تصويب کړه.
دغه اعلاميه چي له څو مياشتو خبرو او بحثونو وروسته رامنځ ته کيږي ، ځيني حساسي مسلي لکه تروريزم، د هستوي وسلو نه پراختيا او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کميسيون ليري کول پکي ندي ذکر شوي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي کوفي عنان هغه نيوکي رد کړي چي وايي اعلاميه کمزوري ده. تيره شپه عنان خبريالانو ته وويل دغه اعلاميه دملګرو ملتونو د ١٩١ غړو هيوادونو د کار کولو لپاره يو ښه بنسټ دئ:
مونږ ټول هغه څه چي غوښتل مو نه مو دي تر لاسه کړي. خو ډير شيان او وړانديزونه مو مخ ته کړي او زه به يي ليري نکړم.
د ملګرو ملتونو سازمان د ١٩٤٥ کال د اکتوبر په ٢٤ نيټه او منشور يي د چين، فرانسي، شوروي اتحاد، انګلستان او امريکا پشمول پنځوسو هيوادونو لاسليک کړئ و.