د مرکزي آسيا د هيوادونو چارواکي د حزب التحرير ډلي غړي نيسي

د مرکزي آسيا د هيوادونو چارواکي د منعه شوي حزب التحرير اسلامي ډلي د غړو نيولو ته دوام ورکوي.
په تيري اوونۍ کي د تاجکستان پوليسو ددغي ډلي ١٢ تنه غړي په شمالي سيمي سغد کي نيولي دي. پدغو کسانو باندي تور لګيدلئ چي د حکومت ضد تبليغاتي پاڼي يي ويشلي دي.
په قزاقستان کي چارواکو د دوشنبه په ورځ په شمالي سيمي پاولودار کي يو سړئ ددغي ډلي د تبليغاتي پاڼو د انتقال په تور کي نيولئ دئ.
د حزب التحرير ډله چي غواړي يو اسلامي خلافت رامنځ ته کړي د مرکزي آسيا په زيات شمير هيوادونو ، روسيي او جرمني کي غير قانوني او منعه اعلان شوي ده. پدي وروستيو کي دغه ډله په انګلستان کي هم بنده اعلان شويده.