د اسرائيلو ورستئ سرتيرئ د غزي له تړانګي نه ووت

فلسطينيانو نن د غزي تړانګي کي د اسرائيليو په خالي شويو ميشت ځايونو کي د خوښۍ د مراسمو په مهال د فلسطين بيرغونه پورته کړل او د يهوديانو عبادت ځايونو ته يي اور واچاوه.
دفلسطينيانو خوښۍ هغه مهال پيل شوي چي د اسرائيلو وروستنئ عسکر نن له غزي نه ووت او په سيمه کي د اسرائيلو ٣٨ کلن اشغال پاي ته ورسيد.
د اسرائيليو ځواکونو د وتلو په مهال په زرګونو فلسطينيان ٢١ خالي شويو ميشت ځايونو ته لاړل او د وتلو له امله يي خوښۍ وکړي.
د فلسطيني اداري مشر محمود عباس وويل له غزي نه د اسرائيليوځواکونو وتل د خوښۍ خبره ده خو د يوه خپلواکه فلسطيني دولت د جوړيدو لپاره بايد زيات څه وشي:
عباس وويل:
يهوديانو خپل دعبادت ځايونه بشپړندي پريښي، دوي تري ټولي مذهبي نښي نښاني وړيدي. مونږ د عقيدي خلک يو. مسلمانان يو. مونږ د مذهبي ځايونو په سپيڅلتيا خبر يوخو هغو کسانو چي دغه ودانۍ يي د عبادت ځايونو په توګه استعمالولي د مقدسو شيانو په ليري کولو سره يي د ودانيو تقدس هم ليري کړيدئ.
اسرائيلو د عبادت ځايونو د وروانولو له امله غوسه ښودلي ده. د لومړي وزير مشاور دورګولډ ويلي ددغو ودانيو سوځونه د يوې هيله مندي راتلونکي لپاره د نوي فضا د رامنځ ته کولو لار نده.
فلسطينيو چارواکو په اسرائيلو نيوکه کړي چي دغه عبادت ځايونه يي پخپله ندي وران کړي. زيات شمير فلسطينيان د يهوديانو عبادت ځايونه د اشغال علامي بولي.