د انګلستان يوه مسافر وړونکي الوتکه د اسلامي ترهګرو له بيري نده الوتي

انګلستان ته تلونکي يوه مسافر وړونکي الوتکه تيره شپه هغه مهال په قبرس کي له الوتني نه پاته شوه چي سپرليو په الوتکي کي د دووپاکستانيو د شتون له امله چي ويل يي اسلامي ترهګر دي، له تلو نه ډده وکړه.
پوليسو نن وويل دغه الوتکه بايد چي تيره شپه د انګلستان مانچيستر ښار ته تللي واي خو لا تراوسه د قبرس په نړيوال هوايي ډګر کي ولاړه ده او امنيتي لټون يي دوام لري.
د پوليسو يوه وياند ويلي الوتکه الوتني ته چمتو وه چي سپرليووويل د وه تنه سپاره کسان ورته اسلامي ترهګربريښي.
خبر وايي پوليسو له دغو دوو تنو پاکستانيانو نه پوښتني کړي خو کوم مشکوک شئ يي تري ندي تر لاسه کړئ.