نن به وروستي اسراييلي ځواکونه هم له غزې نه ووزي

نن د غزې په تړانګه کې فلسطينيان له ٣٨ کلن اشغال نه وروسته له دې سيمې نه د اسرايلو د ځواکونو د ورستيو پاتي شوونو وتنه لمانځي . په ٢١ خالي شويو يهودي ميشت ځايونو د فلسطينيانو بيرغونه پورته شوي دي . او راپورونه وايي چې ګڼې ګوڼې يو شمير خالي شوی يهودي عبادتګاوې او ځينې نورې ودانۍ چې له اسرايلو پاتي دي ماتې کړي او اور يې ور اچولی دی .
د راپورونو سره سم د د غزې د اشغال د پای ته رسولو په اړه د اسراييلو د لومړي وزير د پلان په وروستي پړاو کې د اسرايلي ځواکونو کاروانونه د غزې نه د وتلو په حال کې دي چې دا لړۍ به نن ناوخته بشپړه شي.