د القاعده شبکې يوا واربيا د بريدونو ګواښ کړی

د القاعدې ترهګرې شبکې د ا مريکا په متحده ايالتونو کې د ٢٠٠١ کال د سيپټمبر ١١ نېټې د بريدونو څلورمه کاليزه لويديځو هېوادونو او په عراق د امريکا په مشرۍ ځواکو نو ته د نوي ګواښونو په کولو ياده کړې ده .
په يو ويډويي پټه کې چې د امريکا يوې تلويزوني شبکې ته استول شوې او د يکشنبې په ورځ خپره شوه په امريکا کې زيږدلي د القاعده د شبکې يو غړي پر لاس انجلس ، کلفورنيا او په استراليايي ښار ميل بورن د بريدونو د ترسره کولو ګواښ کړی دی .
د امريکا د متحده ايالتونو چارواکي ددې ويډويي پټې د ريښتبولۍ په سپيناوي بوخت دي .
بل خوا په يوا علاميه کې چې يو اسلامي ويب پاڼې خپره کړې ده د القاعده د شبکې اروپايي څانګې په نړی کې د مسلمانانو د وژنو اوزرونو د غچ د اخيستلو ژمنه کړې ده . ددې اعلاميې د صحت سپيناوی هم تر دې مهاله نه دی شوی .
په يو بل غږ کې چې يوې ويب پاڼې خپور کړی او د ويندوی غږ يې په عراق کې د القاعده د ډلې مشر ابو مسعب الزرقاوي ته پاتې کيږي ويل شوي دي چې امريکايي ځواکونو د عراق په شمالي ښارګوټي تل افار کې د ياغيانو پر ضد جګړو کې ذهرجن ګاز کارولی دی . دې ويندوی همدارنګه ويلي دي چې امريکايي ځواکونه به خامخا له ماتې سره مخ کېږي