په جاپان کې د رائيو ورکول بند شوى دى. ويل کيږى چې په ننيو پارلمانې ټاکنو کې د صدراعظم يونچيرى کوزومى ګوند په غوڅ اکثريت رائي گټلى دى.

کوزومى د پارلمانى انتخاباتو غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې پارلمان دده دملى پوستى سيتيم د خصوصى کولو له پلان سره مخالفت وکړ.
کوزومى وايي که چيرته پوستى سيتيم خصوصى کړاى شى ښائى د هيواد له اقتصاد سره مرسته وکړى.
خو پردى پلان باندى نيوکى دى چې له خصوصى کيدو سره به يي د کار زمينى راکمى او چارى به يي محدد کړاى شى.
د کوزومى ګوند له تيرو ٥٠ کالو راهيسى په جاپان کې واکمن دى او تمه کيږى چې د ټاکنو رسمى پائلى به د دوشنبى تر سهار روښانه شى.

ژباړونکى او وياند: ابراهيم اميرى