د پاکستان جمهور رئيس پرويز مشرف نن نيويارک ته د ملګرو ملتونو په سرمشريزه کې د گډون له پاره لاړ.

نوموړى به د سرمشريزى په ترڅ کې له جمهور رئيس بوش او دهندوستان له صدر اعظم من موهن سنگ سره دخبرو ترڅنگ دامريکايي يهودى ګانګرس په غونډه کى يهودى مشرانو ته وينا وکړى
مشرف تر روانيدو مخکى ويل دى به له جمهور رئيس بوش سره د تروريزم او پر دوه اړخيزو اړيکو خبرى وکړى.
نوموړى دا هم ويل چې دى به د هندوستان له صدراعظم سره د کشمير دلانجى د هوارى او سولى په اړه خبرى وکړى.

ژباړونکى او وياند: ابراهيم اميرى