نن د ايران د بهرنيو چارو وزير يو ځل بيا داخبره تکرار کړه چې ايران به په بشپړه توگه خپلى اتومى چارى بندى نکړى.

منوچير متقى يوى خبرى غونډى ته په تهران کې ويل: د اسفهان په اتومى تاسيساتو کې د يورانيمو د غنى کولو د چارو د درولو په اړه هيڅ پوښتنه نشته.
د ايران دغى پريکړى چې تيره مياشت يي د اسفهان په اتومى تاسيساتو کې د يورانيمو غنى کول له سره پيل کړل له اروپايي هيوادونو سره د ايران د اتومى پروګرام په هکله د خبرو اترو دوه کلنه لړۍ پرى کړه.
متحده ايالاتو او د اروپايي هيوادونو مشرانو گواښ کړى چې که چيرته ايران خپلى اتومى چارى بندى نکړى ښايي د ايران د اتومى پروگرام موضوع د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته وسپارل شى.
خو متقى په خپلى لومړنې خبرى غونډى کې ويل که چيرته دغه موضوع د امنيت شورا ته وسپارل شى دا کار به پائلى ولرى. نوموړى په دى هکله څه ونه ويل چې څه ډول پائلى.
متقى ويل ايران غواړى چې له اروپايي هيوادونو سره پرته له کوم شرطه خبرى له سره پيل کړى.

ژباړونکى او وياند: ابراهيم اميرى