په زرګونه عراقى سرتيرى چې د امريکايي ځواکونو ملاتړ هم ورسره دى په تل عفار کې کور په کور تلاشى کوى.

دغه ښار له سوريي سره په پوله پورت دى او ويل کيږى چې دبهرنيو ياغيانو ستر پنا ځاى دى.
امريکايي ځواکونه وايي دوى له عراقى ځواکونو سره په گډه په انبار ولايت کې هم د القاعده شبکى د غړو پرضد عمليات پيل کړى دى.
له بلى خوا نن دبغداد په شمال کې د سړک ترغاړى په يوى چاودنى کې يو امريکايي سرتير مړ او دوه نور ټپيان شول په عين حال کې د برطانيى د دفاع وزارت وايي چې په بصره کې يو برطانيوى سرتيرى مړ او درى نور ټپيان شوى دى.
دغه راز پوليسو وايي چې په کرکوک کې د سړک ترغاړى دريو چاودنو اته کسه ټپيان کړل.

ژباړونکى او وياند: ابراهيم اميرى