د اسرائيلو کابينى نن په غږ رائى ورکړه چې په غزى تراړى کې د اسرائيلو پوځى حاکميت پائ ته ورسى.

له غزى تراړى څخه د اسرائيلى پوځيانو د لرى کولو په اړه د اسرائيلو کابينه ٣٨ کاله وروسته دغه ډول رائي ورکوى.
د کابينى لخوا په يوه خبرپاڼه کى ويل شوى دى چې وزيرانو هم له غزى تراړى څخه د ځواکونو د لرى کولو خبره تائيد کړى ده.
داسرائيلو کابينى په اړه هم رايي ورکړى چې په غزى کې دى د يهودانو عبادت ځايونه ويجاړ نشى خو فلسطنيان له اسرائيلو غواړى چې عبادت ځايونه ويجاړ کړى. دوى وايي دغه عبادت ځايونه د اسرائيلو د اشغال نښى دى او دا به د غزى تراړى دپرمختيايي پلانونو مخه ونيسى. خو په عين حال کې دا انديښنه هم لرى چې د عبادت ځايونو ويجاړول ښايي نړيوالى نيوکى راوپاروى.
نن به ناوخته د اسرائيلو پوځ فلسطنيانو ته دغزى د سپارلو سمبولک مراسم پرځاى کړى.
وروستى اسرائيلى سرتيرى به ددوشنبى په ورځ له غزى څخه ووځى.
په عين حال کې له غزى سره په پوله باندى مصر د خپلو ځواکونو ځاى پرځاى کول پيل کړى دى.

ژباړونکى او وياند: ابراهيم اميرى