د مصر ولس مشر حسن مبارک د پنځم ځل لپاره د ولس مشرۍ شپږ کلنه دوره وګټله٠

د مصر ولس مشر حسن مبارک د ٨٨ فيصده رايو په ترلاسه کولو سره د پنځم ځل لپاره د ولس مشرۍ شپږ کلنه دوره وګټله٠ دا لومړى ځل و چې د مصر د ولس مشرۍ په ټاکنو کې له يو څخه زيات کانديدان برخه اخلي٠
د ټاکنو د کميسون مشر پرون دغه پايله اعلان کړه٠
دغه چارواکي وويل چې ديرويشت فيصده خلکو په ټاکنو کې برخه اخستى وه٠
د چهارشنبى د ورځى په ټاکنو کې مبارک له نهو سيالانو سره مخ و٠
د بشرى حقونو ډلو راى ورکوونکو ته د مبارک د ملاتړ لپاره د پيسو د ورکولو د تورونو په ګډون په ټاکنو کې د پراخه درغليو شکايت کړى دى٠
اوړمه ورځ د مخکښ کانديد ايمن نور يو رسمى شکايت رد کړاى شو٠ نور له حسن مبارک وروسته په ټاکنو کې دوهم ځاى ترلاسه کړى دى٠