د امريکا متحده ايالاتو پرون چين ته د اروپا د وسلو په خرڅ لاو د لګول شوي بنديز د لرى کولو په اړه يو ځل بيا پخپل مخالفت ټينګار وکړ٠

د امريکا متحده ايالاتو پرون چين ته د اروپا د وسلو په خرڅ لاو د لګول شوي بنديز د لرى کولو په اړه يو ځل بيا پخپل مخالفت ټينګار وکړ٠
د بهرنيو چارو وزيرى کنډوليزه رائيس وويل چې هغه به د ملګرو ملتونو د عمومى اسامبلى څخه د باندى چې په راتلونکى اونۍ کې په نيويارک کې پرانستل کيږي له خپلو اروپائى سيالانو سره پدى موضوع خبرى وکړي٠
واشنګټن ددغه بنديز له لرى کولو سره چې په ١٩٨٩ ميلادي کال کې په بيجنګ کې د اولس واکۍ پلوه زده کوونکو د عامه وژنى وروسته لږول شوى و مخالفت ښۍ٠ واشنګټن پدى باور دى چې دا کار به د بشرى حقونو په اړه يو نا سم پيغام وليږدوي او همداراز به په اسيا کې پوځي انډول له منځه يوسي خو د اروپا د بهرنۍ پالسۍ مشر هاوير سلونا د سه شنبى په ورځ په شنغائى کې خبريالانو وويل چې په وسلو لږول شوى بنديز به پخپل وخت لرى کړاى شي خو نوموړى پدى اړه له څه ويلو څخه ډډه وکړه٠