د عراق جمهور رئيس وايي صدام حسين په وژنو او نورو جرمونواعتراف کړئ

د عراق جمهور رئيس جلال طالباني وايي صدام حسين د خپلي واکمنۍ په دوران کي په وژنو او نورو جرمونو اعتراف کړئ او پدي توګه بايد چي څو ځلي اعدام شي.
طالباني د عراق تلويزيون ته د سه شنبه په ورځ وويل يوه تحقيقاتي قاضي وکړاي شول د صدام له خولي نه د هغه د ٢٤ کلني واکمنۍ په دوران کي د زيات شمير وژنو په اړه چي ويل کيږي دده په امر تر سره شوي ، اعترافات را وباسي. د صدام حسين محاکمه د تلي يا ميزان ٢٧ ته ټاکل شويده.
په عين حال کي په بغداد کي د امريکي د سفارت يو وياند پيتر ميچيل وايي په جنوبي ښار بصري کي نن د سړک په اوږدو کي د يوه ښخ شوي بم د چاودني له امله چي د امريکا د امنيتي ساتونکو کاروان ته ايښودل شوئ و، څلور تنه قرار دادي ساتونکي مړه شول.
ميچيل ويلي دغو څلور کسانو يوې امنيتي شخصي کمپنۍ ته چي په بصري کي د امريکي د سفارت د د فترساتنه کوي ، کار کاوه.
په بغداد کي په يوې بلي جلا حملي کي وسله والو نن د عراق د دفاع وزارت يو جګ پوړئ چارواکئ تورن جنرال هادي حسن عمران او د کورنيو چارو د وزارت ډګروال عمر اسمعيل ارکان ووژل.

دغه راز د بغداد د شمال لويديځ په ٤٠٠ کيلوميترۍ د تعل آفار ښار نه په زرګونو کسان د تيښتي او وتو په حال کي دي او دا ځکه چي ددغه ښار د کنترول په سر د اورپکو او امريکايي ځواکونو تر منځ سختي نښتي رواني دي.