د ايران ستر مرکچي په اسلام آباد کي وويل هر ډول هستوي فعاليتونه بايد د نړيوالي اټومي انرژۍ د موسسي د مقرراتو په اساس وي.

د ايران د هستوي پروګرام ستر مرکچي علي لاريجاني نن پاکستان ته د سفر په مهال هڅه وکړه چي د ايران د هستوي پروګرام په اړه د نړيوالو سخت دريځ يو څه نرم کړي.
د پاکستان له لومړي وزير شوکت عزيز سره له کتني او خبرو وروسته علي لاريجاني وويل ايران پتييلي خپل هستوي پروګرام پر مخ بوزي خو غواړي د انديښنو ليري کولو په مقصد د نړيوالي اټومي انرژۍ موسسي سره خبرو ته هم دوام ورکړي:
NC090751
ايران او پاکستان دواړه په دي نظر دي چي د نړيوالي اټومي انرژۍ د موسسي مقررات او مکلفيتونه بايد د هر ډول فعاليت او قضاوت اساس وي. دغه مقررات بايد چي له هرډول ګواښ او زور پرته عملي شي.
علي لاريجاني پداسي حال کي پاکستان ته سفر کړئ چي نړيوالو په تهران خپل فشارونه زيات کړي او وايي که چيري ايران خپل هستوي فعاليتونه بند نکړي د ملګرو ملتونو بنديزونه به پري ولګول شي.
د پاکستان ستر هستوي ساينس پوه عبدالقدير خان اعتراف کړئ وچي ايران ، شمالي کوريا او ليبيا ته يي د يورانيمو غني کولو د وسايلو پشمول حساسه تکنالوجي ورکړي وه .