د سعودي عربستان دتيلو شتمن ښار دمام کي مرګ ژوبله شوي

د سعودي عربستان د تيلو شتمن ختيځ ښار دمام کي د دريمي ورځي پرله پسي نښتو له امله پنځه تنه مشکوک اورپکي او لږ تر لږه دوه تنه پوليس وژل شويدي.
جګړه هغه مهال د يکشنبه په ورځ ونښته چي امنيتي ځواکونو د ښار د ګڼي ګوڼي د يوې سيمي ودانۍ کي د مشکوکو مبارزينو يوه ډله محاصره کړه. چارواکو محاصره شوي کسان د القاعده شبکي غړي بللي دي.
مشکوکو القاعده وسله والو د ٢٠٠٣ کال د مي د مياشتي راهيسي په سعودي عربستان کي زيات شمير بمي حملي او چاودني کړي چي زياتي حملي يي په لويديځو هدفونو وې.