د امريکا جمهور رئيس جورج ډبليو بوش د نيواورلينز ښار مصيبت ځپلو ته د اوږدي مودي مرستو ژمنه وکړه

د امريکا د نيواورلينز ښار کي د اوبو سطحه ډيره ورو ښکته کيږي. د سيلاوونو له امله د ورانو شويو بنديو لږ تر لږه يو يي جوړ شوئ او د نورو د رغوني او اوبو ايستلو کارونه دوام لري.
چارواکي وايي ممکن د اتيا ورځو په موده کي د ښار اوبه وچي شي.
د ښار يوې ناحيي ته د دوشنبه په ورځ اوسيدونکي بيرته ستانه شول او د خپلو زيانمن شويو کورونو جاج يي واخيست.
تيره اوونۍ د کاترينا په نامه سخت سمندري توپان له امله په زرګونو کسان کورونو پريښودو ته اړ شوي وو.
د امريکا جمهور رئيس جورج ډبليو بوش د دوشنبه په ورځ د سيمي له مصيبت ځپلو سره وکتل. د څلورو ورځو په موده کي دا سيمي ته د بوش دوهم سفر و.
بوش چي د دغه طبيعي مصيبت د لومړي ځواب له امله پري نيوکي شوي د اوږدي مودي مرستي ژمنه يي وکړه:
NC090545
(هيواد خپلو ژمنو ته چي بايد خلک په خپلو پښو ودريږي دوام ورکوي او همدا دليل دئ چي زه ددوهم ځل لپاره دغه ايالت ته راغلم .)
د امريکا پخوانيو جمهورو رئيسانو بل کلنټن او جورج ايچ ډبليو بوش له مصيبت ځپلو سره د چندي راټولو کار پيل کړيدئ.
د نيواورلينز ښاروال رئ ناګين وايي ددغه سمندي توپان له امله ممکن ١٠٠٠٠ کسان مړه شوي وي.