ايران وايي د نړيوالو له نيوکو سره سره به د يورانيمو پخولو ته دوام ورکړي.

ايران نن وويل چې د نړيوالو له نيوکو سره سره به د يورانيمو د غني کولو فعاليت ته دوام ورکړي.
د اتومي پروګرام پر مسلې د ايران جګپوړي مرکچي علي لاريجاني وويل د اتومي سونګ دنه جوړولو لپاره پر ايران زياتېدونکى فشار ايران ته پېغور دى.
له بلې خوا د ايران د بهرنيو چارو دوزارت ويندوى حميد رضا آصفي وويل چې ايران به له هغه څه لاس وانخلي چې دۀ د سوله ييزې اتومي تکنالوژۍ لپاره د ايران حق وباله.
د امريکا د متحده ايالاتو او اروپا چارواکو خبردارى ورکړى چې که ايران داتومي سونګ د جوړولو ټول فعاليتونه ونه درول،دوى به د ايران اتومي قضيه د ملګرو ملتو امنيت شورا ته د احتمالي بنديز لپاره وړاندې کړي.