نيپالي ماويستانو درې مياشتينى اوربند اعلان کړ

د نيپال ماؤيستو ياغيانو نن(شنبه) د درو مياشتو لپاره اوربند اعلان کړ.
د نيپالي ماؤيستانو مشر پراچيندا په يوه بيان کې ويلي دي چې اوربند به ډېر ژر له حکومت سره د سولې د خبرو د دوام لپاره اجرا شي.
پراچيندا وويل د دغو درو مياشتو په لړ کې به ياغيان هيڅ حمله نه کوي خو که چېرې ورباندې بريد وشو، په ځوابي اقدام به لاس پورې کړي.