د هند د باندنيو چارو وزير په تهران کې وويل چې له ايران څخه هند ته د ګازو د نلليکې دپروژې په هکله به د دوو هيوادونو خبرې دوام وکړي

د ايران او هند د بهرنيو چارو وزيرانو نن تائيد کړه چې له ايران څخه هند ته د ګازو د نلليکې د جوړولو په هکله د ايران،هند او پاکستان درې اړخيزې خبرې به د روان کال په نوومبر کې ترسره شي.
د هند دباندنيو جارو وزير نتورسينګ چې د ايران په سفر دى،په تهران کې خبريالانو ته وويل چې دۀ له خپل ايراني ساري منوچهر متقي سره په موضوع خبرې وکړې او دنېټې پر سر ورسره موافقې ته ورسېد.
د ايران د بهرنيو چارو وزير منوچهر متقي هم خبري غونډې ته وويل چې د دې پروژې تياري بشپړه شوې او پر پاتې خبرو به تر راتلونکې غونډې فيصله وشي.
ټآکل شوې ده چې له ايران څخه د پاکستان له لارې هند ته د څه باندې دوه زره شپږ سوه کيلو متره اوږد پايپ لاين د جوړولو کار د راتلونکې ميلادي کال په اپريل کې پيل شي.
پر دې نلليکې به څه دپاسه اووه زره مليون ډالره ولګېږي