په کندهار کې دوه جسده موندل شوي دي

د افغانستان مامورين څرګندوي ، د هيواد په جنوب کې دوه جسده موندل شوي دي او داسې ګومان کيږي د هغو جاپانيانو به وي چې له تيرې مياشتي راهيسې تري تم شوي دي.
دغه دوه مړي پرون ناوخته په کندهار کې وموندل شول . د ولايت والي اسداله خالد وويل، اسناد نه دي پيدا شوي خو يو جسد له څيرې داسې ښکاري چې جاپانى به وي. بل جسد د ښځې دى او د پيژندلو نه دى.
د کندهار والي زياته کړه ، دواړه مړي داسې ښکارې چې په مرګ يې شپې اوښتې وي. تر اوسه څرګنده نه ده چې هغوي څرنګه وژل شوي دي.په کابل کې د جاپان په سفارت کې مامورينو وويل، ددې خبرې پخلى نه شي کولاى چې موندل شوي جسدونه دې د جاپانيانو وي.
دوه جاپانيان يو نارينه او يوه ښځه د زمري په وولسمه له پاکستان څخه افغانستان ته داخل شول او تر اوسه دوى نه دې ليدل شوي.