د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د هستوي وسلو د پروګرامونو په اړه شپږ هيواد ونه په ګوته کړي

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت يو نوئ رپوټ وايي شواهد ښي چي روسيه ، ايران ، شمالي کوريا او سوريه د بيالوجيکي وسلو پروګرامونه پرمخ وړي.
رپوټ وايي چين د يوه تهاجمي بيالوجيکي پروګرام ځيني عناصر په واک کي لري . دغه څيړنه وايي د امريکا د متحده ايالاتو حکومت او کارپوهان د کيوبا د هستوي توانمندۍ په اړه ويشل شويدي.
ياد شوي ټول شپږ هيوادونه په تير وخت کي په يوه او بل ډول د هستوي وسلو له پروګرامونو سره تړلي وو.
د بهرنيو چارو د وزارت په څيړنه کي د هيوادونو د فعاليتونو دوه کلن جاج اخيستل شوئ او د ٢٠٠٤ کال ډسمبر مياشت کي سرته رسيدلي ده.

په دغي څيړني کي د پاکستان ، هند او اسرائيلو د هستوي پروګرامونو يادونه نده شوي او داځکه چي دغه هيوادونه د هستوي وسلو د نه پراختيا د تړون غړي ندي او ددغه تړون د موادو د رعايت په وړاندي مکلفيت هم نلري.