يوه جاپانۍ کمپنۍ داسې روباټونه بازار ته وړاندې کوي چې خبرې کوي

يوه جاپانۍ کمينۍ وايي داسې روباټ خرڅلاو ته وړاندې کوي چې له خلکو سره خبرې کولى شي.
د ميتسوبيشي د درنو صنايعو شرکت وايي دا روباټ چې ( واکه مه رو ) نومېږي لس زره کلمې او د لسو تنو څېرې پېژندلى شي.
ميتسو بيشي کمپنۍ همدا راز وايي چې دا روباټ يا انسان ته ورته ماشين کولى شي ماشومان وساتي او يا هم د غلو په وړاندې د کور ساتنه وکړي. د هغه بيه څوارلس زره ډالره ده.