دلبنان صدراعظم تائيد کړه چې درې جګپوړي امنيتي مقامات د پوښتنو - ګروېږنو لپاره نيول شوي دي

د لبنان صدراعظم فواد سينوره وايي درې پخواني امنيتي رئيسان او د جمهوري رياست د ګارد يو قومندان د پخواني لومړي وزير رفيق حريري په وژلو کې د ملګرو ملتودپلټونکيو له لوري مشکوک پېژندل شوي.
دلبنان لومړي وزير تائيد کړه چې دا درې پخواني امنيتي مقامات نن سهار د پوښتنو-ګروېږنو لپاره نيول شوي دي.
هغه دا هم وويل چې د ګارډ قومندان ملګروملتو د پلټنو لپاره ورغوښتى دى.
د لبنان د پخواني صدراعظم رفيق حريري د وژنې په تړاو نيول شوي دي.
حريري او شل تنه نور دتېر کال د سلواغې په ٢٦ نېټه په بيروت کې په يوې زورورې چاودنې کې ووژل شو.
د لبنان مخالفو سياسي ګوندونو د حريري د وژل کېدو پړه د سوريې او د هغې د لبناني متحدانو په غاړه واچوله، خو سوريې په نوموړې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.