غلام رضا آغازاده يوځل بياد ايران د اتومي پروګرام مشر وټاکل شو

د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد يوځل بيا غلام رضا اغازاده د ايران د اتومي پروګرام د مشر په توګه وټاکۀ.
اغازاده له ١٩٩٧ م کال راهيسې د ايران د اتومي انرژۍ د موسسې رياست په غاړه لري.
نوموړي د اتومي پروګرام چې ايران وايي د سوله ييزو مقصدونو لپاره دى،په پرمخ بېولو کې مهم رول لرلى دى.