په افغانستان کې د ناټو د پراختيا د پلان د چمتو کولو لپاره د دغه تړون جګپوړى قومندان د افغانستان سفر پيل کړ.

د ناټو جګپوړى قومندان نن د افغانستان دوه ورځنى سفر پيل کړچې د روانې مياشتې تر انتخاباتو مخکې په افغانستان کې د ناټو تړون د سوله ساتو ځواکونو د پراخولو پلان چمتو کړي.
جنرال جيمز جونز به د خپل دې سفر په ترڅ کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي او په اقغانستان کې د ناټو د لس زره کسيز ځواک له سيمه ييز قومندان سره وويني.
ټاکل شوې ده جنرال جونز د افغانستان جنوب ته هم لاړ شي. تمه کېږي ناټو به په راتلونکي کال کې د افغانستان په جنوب کې د امريکاپه مشرۍ له ائتلافي ځواکونو څخه قومانده تر لاسه کړي.
ناټو تر اوسه پورې په کابل سربېره دافغانستان په شمال او لويديځ کې د امنيتي چارو مسووليت په غاړه اخيستى دى.د ناټو چارواکي هيله لري چې په راتلونکي کال کې به دافغانستان ټولو برخو ته دخپلو ځواکونو لمن وغځوي او د سوله ساتنې عمليات او د امريکا په مشرۍ مبارزه به تر يوې قوماندې لاندې راولي.