د عراق جمهور رئيس وايي د صدام حسن د اعدام حکم بۀ لاسليک نکړي

د عراق جمهور رئيس جلال طالباني وايي که چيري د عراق پخوانئ جمهور رئيس صدام حسين محکوم شي ، دئ بۀ يي د اعدام حکم لاسليک نکړي.
طالباني چي په مجموع کي د اعدام له عمل سره مخالف دئ، د يکشنبه په ورځ يي العربيه تلويزيون سره خبرو کي وويل که چيري د اعدام حکم صادر شي ، دئ بۀ استعفئ وکړي.
تمه ده چي صدام حسين به د دوو مياشتو په دننه کي محاکمه شي. تر اوسه دئ يوازي په يوې دوسيي کي يعني د دجيل په کلي کي د شيعه مسلمانانو د ډله ايزي وژني په تور چي په ١٩٨٢ کال کي په ده باندي د وژني د ناکامه حملي وروسته ترسره شوي وه، په رسمي ډول تورن شوئ دئ.
که چيري صدام ددغه تور له امله مجرم وپيژندل شي، نو د اعدام په سزابه محکوم شي.