په بغداد کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي

نن په داسې حال کې چې دعراق پارلمان د اساسي قانون پر نوې مسودې خبرو ته چمتوکېږي دپلازمېنې بغداد په مرکزي برخه کې سخت امنيتي تدابر نيول شوي دي.
پرون ورځ تر وروستۍ شېبې پر ګڼو وړانديزونو شيعه وو،کردانو او سني عرب مشرانو جوړجاړي ته د رسېدو لپلره خبرو ته دوام ورکړ.
شيعه وو او کردانو د اساسي قانون په مسودې کې څوڅو وارې بدلون راوست خوسني استازو ورسره موافقه نه ده کړې.
په تېره بيا سنيان له فدرالي وېش سره مخالفت کوي،ځکه هغوى وېره لري چې د تېلو عوايد او واک به له لاسه ورکړي.
د اساسي قانون د مسودې په هکله په خبرواترو کې يوه شامل سني عرب مرکچي صالح مطلق پرون پر خلکو ږغ وکړ چې د اکتوبر په پنځلسمه په ټولپوښتنه کې د اساسي قانون مسوده رد کړي.