ايران وايي د لورستان په مرکزي ولايت کې يې يوه هيلي کوپتر لوېدلې ده

د ايران د کورنيو چارو وزارت وايي چې يوه وړه هيلي کوپتره د لورستان په مرکزي ولايت کې له غره سره لګېدلې ده.
د دغه وزارت ويندوى نن وويل تر اوسه جوته نه ده چې دا هيلي کوپتره له کوم ځايه راغلې وه. د ايران خبري رسنۍ شک کوي او وايي چې ممکن امريکا يان له هغو څخه په ايران کې د جاسوسۍ لپاره کار اخلي.
د ايران د لانجمن اتومي پروګرام اکثره مرکزونه د دغه هيولد په مرکزي برخو کې دي.