ولسمشر کرزي او صدراعظم من موهن سينګ دخبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل

د هند صدراعظم من موهن سينګ نن کابل ته تر رسېدو وروسته له ولسمشر کرزي سره وکتل او په يوې خبري غونډه کې يې د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل.
افغانستان ته د من موهن سينګ روان سفر په کابو دېرشو کلونو کې د هند د يوۀ صدراعظم لومړنى سفر دى.
کابل ته د هغه تر روانېدو مخکې د هند دبهرنيو چارو وزير سيام سارن ويلي ول چې افغانستان د هند لپاره خورا مهم هيواد دى.
من موهن سينګ نن په کابل کې په خبري غونډه کې له ولسمشر کرزي سره يوځاى د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل. ټاکل شوې ده چې هغه نن لږ وروسته د افغانستان د پخواني پاچا ليدو ته ورشي او په کابل کې يو ښوونځى چې د هند له لوري بيا رغول شوى دى،افغان چارواکو ته وسپاري.