د روسې د انګوشتيا د جمهوريت صدر اعظم سخت ټپي شو

دکرملن له لورې دروسې په جنوبي جمهوريت کې مرستندوي استازى فيودور شيرباکوف وايي ، د نيزران په ښار کې دوې چاودنې شوي دي او مقصد يې ددغه جمهوريت د صدراعظم ابراګيم ملا ساګوف وژل و . ملا ساګوف له چاودنې وروسته په پښه سخت ټپي شو . شيرباکوف زياته کړه د ملا ساګوف يو ساتونکى ، چلونکى او لږ تر لږ څلور کسه لارويان ټپيان شوي دي.د رپوټونو پر بنسټ په پيښه کې لږ تر لږ ېو تن وژل شوى دى
بسلان خامخويف د انګوشتيا د پوليسو لوړ پوړي افسر وويل . چاودنې د ملا ساګوف د موټرو سايکلو کاروان ته سيخې وې .