د عراق په جنوب کي د برښنا د جريان د بنديدو له امله د تيلو صادرول بند شويدي.

د اسوشئئتد پرس آژانس د بصري د چارواکو او د عراق د جنوب دتيلو کمپنۍ د يوه کارکوونکي په حواله وايي د تيلو جريان د افغانستان په وخت د سهار په ٧ نيمو بجو بند شو.
د عراق له جنوب نه د ورځي يو نيم ميليون بيرله تيل بهر ته صادريږي.
د ورځي په لومړيو کي هغه مهال په بغداد او نورو برخو کي د برښنا جريان بند شو چي د بايجي او بغداد تر منځ د برښنا د ليږدوني په سترو مزو حمله وشوه.
د مزو د بيا رغوني چاري رواني دي.
د عراق د شمال کرکوک له تيل ځاي نه د تيلو د ليږدوني جريان په نل ليکو باندي د حملو له امله له زياتي مودي راهيسي بند دئ.

ژباړونکئ او وياند : جان آقا الکوزئ