دايران جمهور ريس پر اروپايي اتحاديې نېوکه کړې چې دايران په وړاندي يې پاليسي عادلانه نه ده .

دايران جمهور ريس محمود احمدي نژاد نن پر اروپايي اتحاديي نيوکه وکړه او ويې ويل چې د ايران په وړاندي يې پاليسي عادلانه نه ده .
نوي جمهور ريس پارلمان ته د وينا په تر څ کې وويل برسل دايران له قانوني حق څخه سترګې پټوي . او په عين حال کې دغه هيواد او نور نړيوال سازمانونه غندي . دنوموړي اشاره اروپايي اتحاد يې ته وه چې د ايران د اټومي تاسيساتو له پروګرام سره مخالفت کوي او ګواښ کوي چې که تهران د اصفهان اټومي تاسيساتو فعاليتونه دسنبلې دمياشتي ترنيمايي پوري بند نه کړي په هغه صورت کې به دغه مسله دملګرو ملتونو دامنيت شوراته وړاندي کړي چې پرايران اقتصادي بنديزونه ولګوي .

احمدي نژاد وړاندي وويل اروپايي اتحاديه په دې پلمه پر ايران زور اچوي چې ګوندي په دغه هيواد کې بشري حقونه نه مراعت کيږي . او زور اچوي چي ايران اسلامي هيواد داسي پاليسۍ خپلي کړي چې ددغه هيواد له اوصولو سره ټکر کوي .