دعراق سياسي مشران کولاى سي داساسي قانون دمسودې بشپريدو لپاره يوه بله اوونۍ وخت ولري .

دعراق دصدراعظم ابراهيم ال جعفري وياند وايي که چيري ددوشنبې تر ورځې پوري داساسي قانون مسوده بشپړه نه سي نو سياسي مشران کولاى سي ددې کار لپاره ديوې بلي اوونۍ غوښتنه وکړي .
ليث کوبا خبريالانو ته وويل کنه نو بله لاره داده چې پارلمان ړنګ سي .
وړاندي له دې هم د مسودې دبشپړيدو کار تر يوې اوونۍ ځنډيډلى و او هغه وخت هم ويل سوي و چې که دغه کار پر ټاکلي وخت ونه سي نو پارلمان به ړنګ سي .
دکردي او شيعه سياسي مشرانو تر منځ دعراق پر نوم چي اسلامي جمهوري وي موافقه سوې خو پر يوشمېر نوروموضعګانو لا اختلافونه سته